د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو سرپرست وزیر، د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو د عالي کمېشنرۍ د اکمالاتو او نړۍوال خوندیتوب له مشرې سره په لیدنه کې ویلي چې په تېر یوه کال کې تر یو میلیون زیات افغان کډوال له پاکستانه ایستل شوي دي. دغه وزارت د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو د عالي کمېشنرۍ د اکمالاتو او نړۍوال خوندیتوب د مشرې له خولې لیکلي چې له پاکستاني چارواکو سره یې د کډوالو د ستونزو او د دوی د کډوالۍ کارتونو د تمدید په اړه خبرې کړي دي.
































