پخوانیو سعودي چارواکو ویلي دوی د امریکا په غوښتنه په افغانستان کې د شوروي پر وړاندې د مجاهدینو هر اړخیزو ملاتړ کاوه. د سعودي عربستان د استخباراتو پخواني مشر ترکی الفیصل تازه په یوه مرکه کې ویلي دوی ته امریکا ویلي وو چې باید د شوروي پر وړاندې په افغانستان کې هر اړخیزه همکاري ورسره وکړي. دده په وینا له همدې امله سعودي عربستان د پاکستان په همکارۍ له کسانو نیولې تر طبي توکو او وسلو پورې افغان مجاهدینو ته استول او له دوی یې پراخ مالي ملاتړ کاوه. الفیصل وایي دا هر څه د امریکا غوښتنه وه. هغه زیاتوي افغانستان ته د شوروي راتګ د امریکا خوښ نه و، نو ځکه یې له سعودي عربستان غوښتل چې په خپل هر اړخیز ملاتړ مجاهدین پیاوړي کړي. الفیصل وایي دوی تر هغه د مجاهدینو ملاتړ کاوه، چې د شوروي پر وړاندې ولاړ وو، خو کله یې چې داخلي جګړه پیل کړه سعودي هم خپلې مرستې ورسره ودرولې. دی وایي بن لادن هم هغه مهال د افغانستان جګړې ته لاړ او له مجاهدینو یې پراخ مالي ملاتړ کاوه.
































