د بهرنیو چارو وزارت سیاسي مرستیال د جاپان د ځانګړي استازي له مرستیالې میساکو تکاهاشي سره کتلي دي. بهرنیو چارو وزارت په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې په دې کتنه کې تکاهاشي په افغانستان کې د شته پرمختګونو، امنیتي او اقتصادي ثبات او یو لړ سیاسي مسایلو تر څنګ د روغتیا، ښوونې، کرنې او اوبو لګونې په برخو کې د خپلو مرستو یادونه کړې او زیاته کړې یې ده چې هېواد یې په افغانستان کې له اوسني فرصتونو څخه په ګټې اخيستنې پانګونې ته لېواله دی. د بهرنیو چارو وزارت سیاسي مرستیال د جاپان هېواد له مرستو او همکاریو څخه په مننې سره زیاته کړې چې افغانستان د زیاتو طبیعي زېرمو، خامو توکو او کانونو په درلودلو سره د نورو وختونو په پرتله د پانګونې لپاره ډېر خوندي دی.
































