د افغانستان پخواني ولسمشر حامد کرزي د اروپایي ټولنې له شارژدافیرې رافائلا یودیچه سره کتلي دي. د حامد کرزي له دفتره په خپره شوې خبر پاڼه کې راغلي، چې په دې لیدنه کې حامد کرزي د افغانستان له خلکو سره د اروپایي ټولنې له همکاریو، په ځانگړي توگه د تعلیم او روغتیا په برخو کې ستاینه کړې ده. کرزي دغه راز په هیواد کې د تلپاتي سولې او ثبات د ټینگښت لپاره ملی تفاهم اړین بللی او د نجونو پرمخ د ښوونځیو او پوهنتونونو پر پرانیستلو او کار ته د ښځو پر بیا تګ یې ټینګار کړی دی.
































