د افغاني سرې مياشتې ټولنې له خوا نن له ۸۹ کونډو ښځو ته تر حرفوي زده کړو وروسته د فراغت سندونه او تر څنګ یې هرې مېرمنې ته د ۳۳زره او ۶۱۶ افغانیو په ارزښت د خیاطۍ وسایل او نور توکي ورکړل شول. ټاکل شوې چې د جاپان هېواد په مالي ملاتړ او د سرې میاشتې په تخنیکي همکارۍ په څلورو نورو ولایتونو کندهار، بلخ، هرات اوننګرهار کې هم ۳۵۴مېرمنو ته چې له حرفوي زده کړو فارغې شوې، ورته وسایل ورکړل شي. د سرې میاشتې ټولنې یو تن مسوول عمران الله کامران وايي، د حرفوي او فني زده کړو دا څلور میاشتنی پروګرام چې د ۵۰۰ښځو لپاره په پنځو ولایتونو هرات، کابل، ننګرهار، کندهار او بلخ کې جوړ شوی و، د دغه پروګرام پلي کوونکې کمپنۍ د روکیان کمپنۍ وه، مالي فنډ یې د جاپان هېواد ورکاوه او د سرې میاشتې د نړیوال فډریشن په تخنیکي همکارۍ سرته ورسېده.
































