د زابل ولایت ځایي چارواکو خبر ورکړی، چې د یاد ولایت د ارغنداب ولسوالۍ په فقیرزوسیمه کې د خلکو په مالي همکارۍ د ۳ میلیونه افغانیو په لګښت یو پل جوړ او ګټې اخیستنې ته سپارل شوی دی. د یاد ولایت د ارغنداب ولسوالۍ امنیه قوماندان رسنیو ته ویلي، چې د غه پل د ارغنداب ولسوالۍ د فقیرزو د سیمې خلکو په مالي همکارۍ د ارغنداب ولسوالۍ د سیند د پاسه جوړ شوی دی. د یادې سیمې اوسېدونکو ویلي، چې دوی د خپلې سیمې د آبادولو په برخه کې له د حکومت سره په ګډه همکاري کوي. د یادولو وړ ده، چې د دې پل په جوړېدو سره د زابل ولایت د دریو ولسوالیو د خلکو د تګ راتګ ستونزې هوارې شوې دي.
































