د روغتیا نړۍوال سازمان وایي، که څه هم د هرات ولایت مرګونو زلزلو ۱۰۰ ورځې تېریږي خو ډېری زلزله ځپلي لا هم په لنډمهالو خیمو کې ژوند کوي. دغه سازمان په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې د ژمي سړې هوا په رارسېدو سره د دغو خلکو وضعیت لا پسې خراب او خطرناک شوی دی. روغتیا نړۍوال سازمان د هرات له زلزله ځپلو سره د خپلو مرستو یادونه کړې او ویلي یې دي، چې تر دې دمه یې د هرات په پنځو ولسوالیو کې څه باندې ۱۰۰ زره کسانو ته روغتیایي مرستې رسولي دي.
































