د سرپرست حکومت د کابینې په ۱۴مه غونډه کې په یو شمېر موضوعاتو بحث او پرېکړې شوېدي. په دې غونډه کې د سیاسي کمېسیون په مشرۍ د سرپرست حکومت اداري معاونیت، کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت ته دنده سپارل شوې، چې د چارو ادارې لوی ریاست او ملي پراختیا شرکت مسوولین وهڅوي، چې د قوش تېپې کانال چارې ګړندۍ او د کارونو د لا ښه والي او پرمختګ په برخه کې اسانتياوې رامنځته کړي. همداراز په دې غونډه کې اقتصادي معاونیت ته دنده سپارل شوې چې په هېواد کې د ننه او بهر د افغان سوداګرو لپاره لازمې اسانتیاوي رامنځته کړي او په ټولو هغو ممکنه لارو دې غور وشي چې د سوداګريزو توکو په صادراتو او وارداتو کې اسانتياوې رامنځته کوي.
































