په سمنګان ولایت کې په تېر یوه کال کې شاخوا درې سوه لویې، متوسطې او وړې پراختیایي پروژې پلې او ګټې اخیستنې ته سپارل شوې دي. د یاد ولایت د کلیو بیارغونې او پراختیا ریاست مسوولین وایي، په تېر ۱۴۰۱ کال کې یې د ۴۴۵ میلیونه افغانیو په لګښت ۲۷۴ پروژې پیل کړې چې ډېری یې بشپړي شوې او د پاتې نورو رغنیزې چارې په چټکۍ سره جریان لري. د سمنګان ولایت د کلیو بیارغونې او پراختیا رییس اخترمحمد مصباح وایي، په دغو پراختیایي پروژو کې د لویو لارو رغول همداراز د پلچکونو، کانالونو، چکډېمونو، استنادي دېوالونو او د اوبو شبکو جوړول هغه پروژې دي چې ډېری پلي شوي دي. د مصباح په خبره، د بشپړو شویو پروژو څخه تر دې مهاله پورې ۵۰ زره کورنۍ ګټه اخلي او له اسانتیاوو برخمنې شوې دي.
































