پر افغان سوله د امریکا او ایران ترمنځ خبرې د افغانستان لپاره مهمې دي. ديپلومات نشریه لیکي ایران د افغانستان مهم ګاونډی دی چې ددواړو هېوادونو ترمنځ ښې اړیکې کولی شي د پراخې اقتصادي او سوداګریزې ودې سبب شي. د ديپلومات نشریې په تازه خپره کړې مقاله کې راغلي، امریکا ویلي که ایران وغواړي نو واشنګټن تیار دی چې د افغان سولې پر سر خبرې ورسره وکړي او ددغه هېواد اندېښنې رفع کړي. د ديپلومات نشریې په مقاله کې راځي چې امریکا او ایران د افغان سولې په تړاو دیپلوماتیکې اړیکې ټینګې کړې دي او دا هڅه روانه ده چې دواړه لوري پر افغان سوله له یو بل سره خبرې وکړي. نشریه لیکي ایران هم له طالبانو سره په اړیکه کې دی او ښايي له همدې لارې د ایران اندېښنې رفع کړل شي. بلخوا د ټرمپ او ایران ترمنځ دا ټکی هم مشترک دی چې دواړه له افغانستان د ناټو او امریکایي ځواکونو د وتلو غوښتونکي دي، نو ځکه ښایي امریکا پر دې مسئله له ایران سره ښې خبرې ولري.ددې ترڅنګ ویل کېږي چې خلیلزاد په یوه مجلس کې له ایراني ديپلوماتانو سره هم کتلي دي او ښایي پر دې مسئله یې خبرې ورسره کړې وي. نشریه وړاندې لیکي دا یو غوره اقدام دی او کولی شي په افغانستان کې د ثبات راتګ نور هم ډاډمن کړي. د سرچینې په خبره ایران له افغانستان سره ژورې فرهنګي، دیني او تاریخي اړیکې لري نو ښه ده چې دغه هېواد د افغانستان د سولې په مسئله کې هم ونډه ولري.
































