د سمنګانو ولایتي چارواکي وايي چې د یاد ولایت په دره صوف بالا ولسوالۍ کې د ډبرو سکرو په یوه کان کې د ګاز نیونې له امله دریو کان کېندونکو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی. چارواکي وايي، درې واړه کانکېندونکي کې د دایکنډي ولایت د شهرستان ولسوالۍ اوسېدونکي وو چې اوس یې جسدونه د درهصوف په ۳۰ بستریز روغتون کې ساتل شوي دي. یاده دې وي چې پرون په بدخشان کې د سرو زور د یو کان د نړېدو له کبله یو تن مړ او دوه تنه نور ټپیان شوي وو.
































