د پنجشېر د کانونو او پټروليم رياست مسوولینو نن د دغه ولايت له کانونو د تازه استخراج شویو زمردو د پلورلو خبر ورکړی دی. د دغه ولایت د کانونو او پټروليم رييس محمد قاسم اميري وايي، چې د دوولسم ځل لپاره د هېواد پر سوداګرو ۳ زره ۵۱۹ قيراطه زمرد د ۴۰۵ زره او ۵۰۰ ډالرو په ارزښت د کانونو د څارنې کمېټې، د سیمه ییزو چارواکو او سوداګرو په شتون کې د داوطلبۍ له لارې وپلورل شول. امیري زیاته کړه، چې تر دې وړاندې د دې رياست له لوري نور ٧ زره ٤٣٠ قيراطه زمرد د ۱۴۲ زره ډالرو په ارزښت د هېواد پر سوداګرو پلورل شوي وو. د یادولو وړ ده چې تر دې دمه د پنجشېر له کانونو ترلاسه شوي څه باندې ۳۴ زره ۲۰۰ قیراطه زمرد ۲ میلیونه ۶۱۳ زره او ۵۰۰ ډالرو په ارزښت پلورل شوي دي.
































