ترکیې په ناټو سازمان کې د سویډن غړیتوب له شل میاشتني ځنډ وروسته ومانه. د دغه هېواد پارلمان هغه سند د رایو په اکثریت سره تصویب کړی چې له مخې یې اوس سویډن د ناټو غړیتوب ترلاسه کولی شي. یاد سند لا هم د وروستي کېدو لپاره د ولسمشر رجب طیب اردوغان تاییدي لاسلیک ته اړتیا لري. امریکا او سویډن د دغې پرېکړې هرکلی کړی او هیله یې ښودلې چې یاد سند به د ولسمشر اردوغان له لوري هم لاسلیک کیږي.
































