د ملګرو ملتونو د خوړو نړيوال پروګرام وايي چې په افغانستان کې هره ورځ شاوخوا اوه سوه زره نجونې او هلکان په خپلو ښوونځيو کې د دغه پروګرام له لارې بیسکوېټونه ترلاسه کوي. دې پروګرام پر خپله ټویټر پاڼه په یوه ویډیو کې ټینګار کړی چې د ښوونځيو لپاره د غذايي موادو په رسولو باندې پانګونه د ماشومانو په راتلونکي پانګونه ده. په پرمختللو هېوادونو کې د ښوونځیو ماشومانو ته بشپړه غرمنۍ ورکول کېږي، خو افغانستان کې په کمه اندازه د یونېسف یا ‘ډبلیو اف پي’ لهخوا بیسکوېټ یا نور غذايي مواد پر وړو متعملینو ویشل کېږي.
































