د امریکا مخکنی ولسمشر ډونالډ ټرمپ د نیو همپشایر په ایالت کې د جمهوري غوښتونکي ګوند لومړنۍ ټاکنې ګټلي دي. د اې پي خبري اژانس راپور له مخې ټرمپ په دې رایه ګیرۍ کې ۳۸۷۵۵ رایې تر لاسه کړي چې ۵۲.۵ په سلو کې کیږي. په دې راپور کې ویل شوي چې د جمهوري غوښتونکي ګوند بلې کاندیدې نیکي هیلي ۳۴۴۴۴ رایې ګټلې چې ۴۶.۶ فیصده کیږي. سره له دي چې د فلوریډا ایالت والي ران ډي سانټیس د تیرې یکشنبې په ورځ د جمهوري ریاست سیالیو څخه د وتلو اعلان وکړ، خو د سې شنبې په ورځ په رایه ګیرۍ کې یې ۴۴۲ رایې اخیستې وه چې ۰.۶ فیصده کیږي.
































