د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت مسوولین د یو خصوصي شرکت لخوا د کرنیزو محصولاتو د قرنطین او صادراتي محمولو د ضد او عفوني کولو لپاره، د افتونو د کنټرول دویم مرکز د فعالیت له پيلولو خبر ورکوي. دوی د یاد مرکز جوړېدل بهر ته د هېواد د صادراتو پر زیاتوالي او دغه راز د محصولاتو د افتونو او حشراتو په مخنیوي کې اغېزمن ګڼي. د یاد شرکت یو مسوول وايي، چې د دغه مرکز پر جوړېدو او فعالیت یې، یو میلیون او اووه سوه زره ډالره پانګونه کړې ده.
































