د پاکستان د صنعت ادارې د وروستیو مالوماتو له مخې، له افغانستانه د وارېدونکو ډبرو سکرو بیې لوړې شوې دي. د پاکستان انټرنیشنل بلک ټرمینل لمیټډ مالومات له افغانستان څخه د ډبرو سکرو په وارداتو کې کموالی او له نورو سرچینو او هېوادونو څخه د وارداتو زیاتوالی ښیي. د دغې ادارې د معلوماتو له مخې، د ۲۰۲۴ کال د جنورۍ په لومړیو ۱۶ ورځو کې شاوخوا ۴۹۳.۰۰۰ ټنه د ډبرو سکرو واردات شوي، چې په تېرو دوو کلونو کې د ډبرو سکرو تر ټولو لوړ لېږد دی. د دوی په وینا، د افغانستان او پاکستان ترمنځ د ټرانزیټي ستونزو له امله، د دغه هېواد د ډبرو سکرو سوداګریزې چارې هم پڅې شوې وې.
































