افغانستان لپاره د ازبکستان او پاکستان ځانګړو استازو د افغانستان پر وضعیت خبرې کړي دي. د ازبکستان بهرنیو چارو وزارت په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې د عصمت الله ارګاشېف او اصف علي دراني ترمنځ په دغه لیدنه کې د ازبکستان، افغانستان او پاکستان ترمنځ د ترمز-مزارشریف-کابل-پېښور رېل پټلۍ پر رغونې خبرې شوي دي. د خبرپاڼې له مخې، دواړو لورو په افغانستان کې د بشري ناورین له منځه وړلو او سوله ییز پرمختګ برخو کې ګډو هڅو ته لیوالتیا ښودلې ده.
































