
په دې وروستیو کې یوه هغه ويډيو په ویبپاڼو کې ډېره خپره شوې چې پکې د چین یوې تایواني نجلۍ پر خپلې مورې له هاربین څخه د سفر غوښتنه وکړه او ځان یې (کوچنۍ دانګ ګوی) بللې، او دغه لغت ډېر چټک سایبري شهرت موندلی.
د دغې تایواني نجلۍ یاد شوی هاربین ښار د چین په شمال ختيځ کې پروت دی او د ۲۰۲۴ کال په سر کې ډېر زیات مشهور شو. څرنګه چې د نوي کال په ۳ ورځنۍ رخصتۍ کې یې څه باندې ۳ میلیونه سیلانیان راجلب کړي او سیلانیز عواید یې نږدې ۶ میلیارډو یوانو ته رسېدلی دی. د چین دغه شمالي ښار بې ساري جلبونې او اقتصادي خوځنده قوت ښکاري. دا چې زیاتره سیلانیان یې د هېواد له جنوبي سیمو څخه راغلي او منځني جګوالی یې د شمالي وګړیو په نسبت لږ ټیټ دی، نو دوی په مینې سره (کوچنۍ کچالو) بلل شوي، د ځینو ولایتونو سیلانیان د خپلو ټاټوبیو د ځانګړتیاوو سره سم نور مستعار نومونه لري، لکه د ګوانګ شي سیلانیان (خوږه نارنجي) او د سه چوان ولایت سیلانیان (کوچنی پانډا) نومېږي.
د (کوچینی دانګ ګوی) دغه نوم په خپرېدو سره، ډېری چینایان یې تر اغېزې لاندې راغلي. (دانګ) یعنې (ینګ دانګ) باید، (ګوی) یعنې (هوی ګوی) بېرته ستنېدل، (دانګ ګوی) یعنې باید بېرته ستون شي. د تایوان سیمه د چین یوه برخه ده خو د ځینو تاریخي لاملونو او سیاسي عواملو له امله تر اوسه له چین سره پوره یو ځای شوی نه دی. تایواني نجلۍ ځان (کوچنۍ دانګ ګوی) بللې، ترې د تایوان تنګي د دواړو غاړو د خلکو ترمنځ مهرباني او د هېوادوالو ترمنځ د ژورې یادونې څرګندېږي.
د تایوان چارو په اړه د چین د دولتي شورا دفتر ویاند ورته په ځواب کې ویلي، پروا نشته چې (کوچنۍ خوږه نارنجي)، (کوچنۍ پنډا) او یا (کوچنۍ دانګ ګوی)، ټول زموږ د لویې کورنۍ ماشومان دي.
په حقیقت کې کله چې تایواني خلک د چین سترې برخې ته رسېږي، نو دوی خپل کور ته بېرته ستانه شول. موږ هم دا ولیدل چې درې تایواني نجونې چې تازه هاربین ښار ته ورسېدل، یوې ځايي خورکۍ نه یوازې ډېر خوندور خواړه ورته کړل شول، بیا د دغو تایواني نجونو لپاره یې مېلمستیا هم وکړه او دوی ته یې ځايي اش وړاندې کړ. تایواني نجونې لږ څه شرمناکې دي، خو دوی د دې ځايي خورکۍ د کړنې تر اغېز لاندې راغلې. دغې خورکۍ ویلي چې داسې د مننې وړ دی، تاسې له تایوان څخه راغلئ او دلته په رسېدو سره لکه خپل کور کې چې وي . بیا وروسته د تایوان بلې نجلۍ د یوې ویډیو په خپرولو سره ویلي چې هغه به هاربین ښار ته سفر وکړي او یادې ځايي خورکۍ ته به د تایوان ځايي خواږه چاکلېټ ورکړي.
له دغه شان تګ راتګ څخه د تایوان تنګي د دواړو غاړو د خلکو ترمنځ ژوره مینه ښکاري او د دوی د زړونو تر منځ واټن یې هم نږدې کړی دی.
(کوچنی دانګ ګوی) دغه لغت، له خپل هېواد سره د تایواني ځوانانو مینه او احساسات ښيي، دوی غواړي د هېواد منظرې له نږدې وګوري او د خپل وطن فرهنګ وپېژني. دغه شان غوښتنه تش نظر نه دی، بلکې د دوی د لوی کېدو په جریان کې ضروري برخه ده.
تایوان لکه هغه ځوان دی چې له خپلې مور سره اوږد وخت جلا شوی او په اخرو کې به هرومرو خپل کور ته بېرته ستون شي. د نوي ۲۰۲۴ کال په پیل کې د تایوان او هاربین د خلکو ترمنځ دغه شان له مینې ډک تګ راتګ سره، ټولو چینایانو د خپل کور نږدې احساسات کتلي، بلکې هغو کسانو ته چې د تایوان مشر د ټاکنې د تازه نتیجې په کارولو سره غواړي د تایوان تنګي وضيعت خرابوي، ځواکمن او اغېزناک ځواب یې ورکړی دی.































