د غور ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست مسوولینو خبر ورکړی، چې د دغه ولایت په مرکز او ۴ ولسوالیو کې د څارویو د انتروتوکسیمیا واکسین کمپاین پیل شوی دی. دغه واکسین د غور د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست په همغږۍ او د هالنډ کمېټې د دفتر په مالي همکارۍ د یاد ولایت په مرکز فیروزکوه او د شهر، دولینه، دولت یار ، لعل او سرجنګل ولسوالیو کې د حیواني ناروغیو د مخنیو په موخه پیل شوی دی. د مالوماتو له مخې په دې کمپاین کې ۴۶ زره ۱۵۰ دوزه حیواني انتروتوکسیمیا واکسین د یادو ولسوالیو کې پر څارویو تطبیق کېږي. د یادولو وړ ده، چې د انتروتوکسیمیا واکسین د څارویو د ساري ناروغيو د خپرېدو د مخنيوي او د پسونو د مړينې د کمښت په موخه ورکول کیږي.
































