ښايي میلیونونه امریکایان د کمزوري اقتصادي وضعیت او بېکارۍ له امله بېکوره شي. امریکايي رسنۍ وایي په امریکا کې میلیونونه کسان د کرونا ویروس د پراختیا له امله بېکاره شوي دي چې له دې سره د کورنیو اقتصاد مخ پر ځوړ دی. د سرچینې په خبره له همدې امله ښايي هغه کسان چې کورونه یې په کرایه یا اجاره نیولي دي بېکوره شي. د یوې سروې له مخې تر راتلونکو دوو میاشتو ښایي ۲۳ میلیونه امریکایان بېکوره شي او د کورو خاوندان یې له خپلو کورونو وباسي. د امریکا حکومت ددغه بحران د مدیریت لپاره پلان نه لري، خو په امریکا کې مدني فعالین وایي چې باید د حکومت د بې کفایتۍ پر وړاندې میلیوني لاریونونه وشي او خلک دې په خپله خاوره کې د اوسېدو او خپل حق لپاره مخکې له مخکې مبارزه وکړي.
































