د کډوالو او بېتابعیته وګړو څخه د ملاتړ فرانسوي ادارې ویلي، چې په ۲۰۲۳ کال کې فرانسې ته د پناه غوښتنې تر ټولو زیات غوښتنلیکونه د افغانانو لخوا لېږل شوي دي. دې ادارې پرون په یوه خپاره کړي راپور کې ویلي چې په ۲۰۲۳ کال کې د پناه غوښتونکو د مجموعې شمېر ۱۴۲۵۰۰ څخه ۱۷۵۰۰ یې افغانان دي چې تر ټولو زیات شمېر جوړوي. په راپور کې د ورکړل شویو شمېرو له مخې، دا پرله پسې شپږم کال دی چې افغانان په زیات شمېر د پناه غوښتونکو د لېست په سر کې راځي. د او اف پي ار اې په دې راپور کې دغه راز ویل شوي، چې د پناه غوښتونکو نورې ډلې له بنګله دېش، ترکیې، د کانګو دیموکراتیک جمهوریت او ګینيا څخه راځي. د یادې ادارې د مالوماتو له مخې، په ۲۰۲۳ کال کې فرانسې ته د پناه غوښتنې شمېر د ۲۰۲۲ کال په پرتله ۸ سلنه ډېر شوی دی.
































