افغان حکومت د طالبانو تر درې سوه ډېر بندیان خوشي کړي دي. د ملي امنیت شورا وایي چې په پروان کې د بګرام او نورو ولایتونو له زندانونو یې تازه د طالبانو ۳۱۷ زندانیان خوشي کړي دي. ملي امنیت شورا وایي چې د ولسمشر د فرمان د عملي کولو او سولې ته د رسېدو لپاره دغه پروسه دوام کوي او طالبانو تر پنځو زرو پورې بندیان به خوشي کېږي. سرچینه وایي چې تر اوسه یې ټولټال ۴۹۱۴ طالب بندیان خوشي کړي دي. افغان حکومت غواړي چې تر ۵۱۰۰ پورې طالب بندیان له خپلو زندانانونو خوشي کړي. افغان حکومت داسې مهال دغه زندانیان خوشي کړي چې طالبانو د افغان حکومت ټول زر کسه بندیان خوشي کړي دي او په خبره یې که حکومت پنځه زره زندانیان خوشي کړي نو ژر به بین الافغاني خبرې پيل شي.
































