د هیواد پخواني ولسمشر حامد کرزي د پوهنې نړیوالې ورځې په مناسبت پرون ناوخته پر خپله اېکس پاڼه په یوه لیکلي بیان کې د هیواد ټولو لوستو، محصلینو او استادانو ته مبارکي ورکړې ده. دغه راز یې په دې لیکلي بیان کې یو ځل بیا د افغانستان له سرپرست حکومت څخه غوښتنه کړې، چې د هېواد د نجونو پر مخ دې د ښوونځیو او پوهنتونونو دروازې ژر تر ژره پرانېستل شي، تر څو د هیواد ځوان نسل د علم او پوهې لوړو پوړیو ته ورسېږي او هېواد مو له فقر څخه خلاص شي. دا لومړی ځل نه دی، چې پخواني ولسمشر حامد کرزي له سرپرست حکومت څخه د نجونو د ښوونځيو او پوهنتونونو د پرانیستلو غوښتنه کړې ده؛ بلکې تردې وړاندې یې هم بار بار دا غوښتنه کړې ده، خو لا هم د سرپرست حکومت چارواکو په دې اړه کوم اقدام نه دی کړی.
































