د لوګر ولایت د پوهنې ریاست مسوولینو ویلي، چې د دغه ولایت په لېرې پرتو سیموکې دWYFA)) موسسې لخوا ۲۳۸ سیمه ییز ټولګي جوړېږي. د لوګر د پوهنې رییس د یادې موسسې د فعالیت پر پیلېدو او همکارۍ خوښي څرګنده کړې او دغه راز د دې موسسې مسوولینو ته یې د هر ډول همکاریو ډاډ ورکړی دی. د یادولو وړ ده، چې دغه موسسه په لریو پرتو سیمو کې له زده کړو څخه د بې برخې ماشومانو لپاره کار کوي، تر دوی ورته د زده کړو زمینه برابره کړي، یادې موسسې په همدې موخه په لوګر ولایت کې هم د ۲۳۸ سیمه ییزو ټولګیو د جوړېدو پریکړه کړې ده. د دې ټولګیو په جوړېدو سره به په لوګر ولایت کې د یادو ټولګیو په شمېر کې لا زیاتوالی راشي.
































