له پاکستانه د افغان کډوالو د جبري ایستلو په دوام، پرون ۶۱ نورې کورنۍ هم افغانستان ته راستنې شوې دي. د مالوماتو له مخې له دې جملې څخه یې ۲۸ کورنۍ د تورخم او ۳۳ نورې د سپین بولدک له لارې راستنې شوې، چې د غړو شمېر یې ۲۵۵ تنو ته رسېږي. د سرپرست حکومت له خوا د راستنېدونکو لپاره ګمارل شوې کمېټې پرون ناوخته په یوه خپره کړې خبرپاڼه کې ویلي چې دغو راستنو شویو سره یې اړینې مرستې کړي، خو نور جزيیات یې نه دي ورکړي. پاکستان چې د تېر کال په نومبر میاشت کې د څه باندې ۱۷ لکه بې اسناده افغان کډوالو د ایستلو لړۍ پیل کړې؛ تردې مهاله یې تر پنځو لکو زیات افغانان ایستلي دي.
































