برېتانیایي سرتېرو په تېرو کلونو کې په قصدي توګه عام وګړي په نښه کړي دي. تازه د بي بي سي او سنډې ټایمز یوه ګډه څېړنه او اسناد ښيي چې برېتانوي ځواکونه په تېرو شلو کلونو کې په افغانستان کې په جنګي جنایتونو کې ښکېل وو. د اسنادو له مخې د برېتانیا د پوځ غړو پخپله ویلي چې ځينو ملګرو یې قومي مشران او د لوړ عمر لرونکي چې هېڅ ډول خطر به یې برېتانوي ځواکونو ته نه و متوجه په قصدي توګه په نښه کول او وژل. د برېتانیا ددفاع وزارت بیا دغه ادعاوې ردوي او په خبره یې دوی دا ډول کوم سیاست نه درلود. برېتانوي رسنۍ وایي چې اوس دغه اسناد او دوسیې ټولې د برېتانیا د عدلي او قضايي ادارو تر څېړنې لاندې دي او په اړه به یې پرېکړې هم دغه ادارې کوي. تر دې وړاندې هم داسې ادعا شوې وه چې برېتانوي، امریکايي او استراليايي ځواکونو د خپل ماموریت په سیمو کې ملکي خلک په قصدي توګه وژلي چې له همدې امله د جرمونو نړیوالې محکمې ددغه قضیو د څېړلو پرېکړه وکړه.
































