د ولسمشر دویم مرستیال وایي مشورتي لویه جرګه به ډېره ژر جوړه شي. سرور دانش په کابل کې د امریکا د سفارت له چارواکو سره د خبرو پر مهال ویلي چې د سولې مشورتي لویه جرګه به د ملي شورا، ملي مصالحې عالي شورا او نورو بنسټونو له ګډون سره ډېره ژر جوړه شي. سرور دانش وایي چې دغه جرګه به د سولې اړوند ځینو مسایلو په اړه حکومت ته مشورې ورکوي، ځکه ددغه جرګې مشورې په تېر دور کې ګټورې وې. نوموړي د امریکا د سفارت له چارواکو سره پر اوربند، بین الافغاني خبرو، د غیر دولتي موسساتو پر نوي قانون او نورو مسایلو هم خبرې کړې دي. دانش دغه راز ویلي چې د سولې په دې مشورتي جرګه کې به د زندانیانو پر خوشي کېدو، اوربند، له طالبانو سره پر خبرو، د خلکو پر غوښتنو او نورو اړوندو مسایلو بحث او خبرې کېږي. هغه هیله څرګنده کړې چې دغه جرګه به د سولې اړوند مسایل او تګلاره نوره هم روښانه کړي.
































