د فراه ولایت په بالابلوک ولسوالۍ کې د اسلامیک ریلیف موسسې له لوري د ۸ میلیونه افغانیو په لګښت د اوبو د یوه کوچني بند «چیکډېم» رغنيزې چارې پېل شوې. په فراه ولایت کې د اسلاميک ريليف موسسې ولايتي مسوول انجينر سهراب اميني بيا وايې چې یاد چیکډېم په سیاه ځنکل سیمه کې د ۷۰ متره اوږدوالی، ۵.۵ متره لوړوالی لري چې شاوخوا ۱۵ زره متره مکعب اوبو د زېرمه کولو وړتیا لري. ټاکل شوې د یاد بند چارې د دوو میاشتو په موده کې بشپړې او ګټې اخیستنې ته وسپارل شي.
































