د ازبکستان ولسمشر شوکت میرضیایف وایي دوی په افغانستان کې د سولې او دایمي پرمختګ غوښتونکي دي له همدې امله له دغه هېواد سره په بېلو برخو کې خپلو همکاریو ته ادامه ورکوي. نوموړي له ولسمشر غني سره په تلیفوني خبرو کې ویلي دي چې هېواد یې د افغانستان د سولې له پروسې سره همکار دی او بشپړ ملاتړ یې کوي. ولسمشر غني هم په دې تلیفوني مکالمه کې ازبکستان د افغانستان مهم ګاونډی یاد کړی او په خبره یې ددواړو هېوادونو ترمنځ ښې اړیکې د پرمختګ او اقتصادي ودې سبب ګرځي.
































