د سرپرست حکومت سیاسي مرستیال د افغانستان لپاره د ناروې سفارت له چارسمبالي پال کلومن بکن سره لیدلي او د نجونو زده کړو سربېره یې پر سیاسي موضوعاتو خبرې کړې دي. په دغه لیدنه کې د ناروې استازي ویلي چې نړۍ لا هم افغانستان نه دی هېر کړی او ټاکل شوې راتلونکې زیږدیزه میاشت د افغانستان په اړه دوحه کې ستره ناسته جوړه شي. بکن په دغه لیدنه کې ښځو او نجونو ته د زدهکړو او کار زمېنې برابرولو غوښتنه کړې ده. په دې لیدنه کې د سرپرست حکومت سیاسي مرستیال ویلي، سرپرست حکومت د نجونو د زده کړو مخالف نه دی او په خبره یې چې په دې اړه د مشرتابه له لوري ټاکل شوې کمېټه په کارونو بوخته ده. سیاسي مرستیال زیاته کړې، چې د افغانستان خاوره د چا پر وړاندې نه کاریږي او سرپرست حکومت د نړۍ له ټولو هېوادونو سره نېکې اړیکې غواړي.
































