پکتیا کې ګڼ شمېر بې وزله ماشومان د بې وزلۍ له امله له زده کړو محروم او درنو کارونو ته یې مخه کړې ده. دا ماشومان له سرپرست حکومته غواړي، چې د زده کړو زمینه ورته برابره کړي. بلخوا د پکتیا د اطلاعاتو او کلتور ریاست بیا وايي، د دغه ریاست تر څنګ د پوهنې، کار او ټولنیزو چارو ریاستونو له لوري، ګڼو بې وزلو ماشومانو ته د زده کړو زمینه برابره شوې او لا هڅه کېږي، چې بې وزلو ماشومانو ته د زده کړو زمینه برابره کړي.
































