د افغانستان سرپرست حکومت وايي، دمګړۍ په هېواد کې په بېلابېلو برخو کې د پانګونې لپاره شرایط برابر شوي او په وینا یې یو شمېر بهرنیو پانګوالو هم د هېواد پر کانونو د پانګونې لپاره لېوالتیا ښودلې ده. د کانونو او پټرولیم وزارت مسوولین زیاتوي، د دغه وزارت سرپرست په دې وروستیو ورځو کې له یو شمېر روسیې، چینايي او افغان پانګوالو سره خبرې کړي او دغو پانګوالو ورته ویلي، چې غواړی، د نفرایټ، لاجورد او مرمر ډبرو پر کانونو پانګونې وکړي. له دې سره سم د صنعت او سوداګرۍ وزارت وايي، د روان هجري لمریز کال له پیل راهیسې د هېواد د کانونو په ګډون په بېلابېلو برخو کې د فعالیت لپاره ۶۵ بهرنیو پانګوالو ته د کار جوازونه ورکړي دي.
































