د فراه ولایتي چارواکي وايي، چې د دغه ولایت په فراهرود ولسوالۍ کې ۳۰۰ جریبه دولتي ځمکه د زورواکو له منګولو خلاصه او په تړاو يې ۴ تنه ونيول شول. د فراهرود ولسوال د یوه پلاوي په ملتیا، په نواباد، بارک اباد، سيداباد او کرخ ګوزل کليو کې له دولتي ځمکو څخه د څارنې او ساتنې پر مهال د ځايي زورواکو له منګولو څخه ۳۰۰ جريبه دولتي ځمکه خلاصه، په تړاو يې څلور ۴ تنه ونيول شول او اړوند ارګان ته وسپارل شول.
بايد وويل شي، چې په يادو ځمکو باندې د زورواکو له لوري د کښت ترڅنګ ۴۰ نوي سرايونه هم جوړ او د نيول شويو دولتي ځمکو د مخنيوي کمېټې د رهبري او غړو له لوري وتړل شول.
































