طبیعي پېښو ته د رسېدو په چارو کې د دولت سرپرست وزیر د جاپان د بهرنیو چارو وزارت د منځني ختیځ د دویمې څانګې له مشر سره لیدلي او افغانستان کې یې د جاپان پر پروژو خبرې کړي دي. یاد وزارت په یوه خبرپاڼه کې ویلي، د محمد عباس اخند او رویچي فوناټسو ترمنځ په دغه لیدنه کې طبیعي پېښو ته د رسېدو سرپرست وزیر هیله ښودلې چې د کابل او توکیو ترمنځ دې دوه اړخیزې اړېکې د تېر په څېر مثبتې پاتې شي. خبرپاڼې د فوناټسو له خولې لیکلي، جاپان له افغانانو سره خپلو مرستو ته دوام ورکوي او چمتو دی چې له افغانستان سره د ظرفیت لوړونې، بنسټیزو او پراختیایي پروژو برخو کې همکارۍ زیاتې کړي. دغه جاپاني چارواکي ویلي چې روان زیږدیز کال کې له افغانستان سره د ۳۶ میلیونه امریکایي ډالرو په ارزښت بېلابېلې مرستې کوي.
































