د سرپرست حکومت په مشرۍ د اداري کمیسیون غونډه کې د جمهوريت روغتون د چارو پر چټکتیا او د نیمروز او تورغونډۍ ګمرکونو پر پراختیا خبرې شوېدي. په دې غونډه کې چې تېره ورځ ترسره شوې، د ښار او کور جوړولو او عامې روغتیا وزارتونو مسوولینو ته دنده سپارل شوې، چې د جمهوریت روغتون د بیا رغونې چارې دې چټکي او معیارې ترسره کړي. د یادونې ده، چې په جمهوریت روغتون کې د ریفورم او بیارغونې د چارو د پیل په اړه د روغتیا وزارت ویلي وو، چې په دغه روغتون به د روغتیا وزارت له بودجې څلور میلیاره افغانۍ ولګول شوي ترڅو پر معیاري خدماتو او تجهیزاتو سنبال شي.
































