په کندهار کې سوداګر وايي چې د نوبت په نوم ټرانزیټي لایحه دې لغوه او پر ځای یې دې، ازاد ټرانزیټ ته اجازه ورکړل شي، څو سوداګر پر وخت خپل توکي وارد او صادر کړي. یاد سوداګر چې د هېواد له ۳۴ ولایتونو څخه دغه ولایت کې ټول شوي وو، یادې څرګندونې د یوې غونډې په ترڅ کې کړې دي. په ورته مهال دغه سوداګر وايي چې د سرپرست حکومت یوشمېر چارواکو سره یې لیدلي او ډاډ یې ورکړی چې ستونزې به یې هوارې کړي. د سرپرست حکومت ویاند وايي، دغه کمېسیون چې د ترانزیټ لپاره یې لایحه جوړه کړې، دولتي ارګانونو پورې اړوند نهده او په وینا یې، د دوی په څېر ازاد کاروباریان دي.
































