تېره ورځ ماښام مهال وسله والو د ننګرهار ولایت پر محبس موټربم او وسله وال برید وکړ. لومړی محبس ته څېرمه موټربم چاودنه وشوه او وروسته وسله وال محبس ته د ننه شول او له افغان ځواکونو سره یې جګړه پیل کړه. کورنیو چارو وزارت وایي چې په پېښه کې دوه کسه وژل شوي دي. بلخوا رسنیو ته سرچینو ویلي چې په پېښه کې دوه کسه وژل شوي، تر دېرشو پورې ټپیان دي او پنځوس زندانیان هم له دغه زندان تښتېدلي دي. افغان سرتېري بریالي شوي چې له دې زندانیانو پنځلس یې بېرته ونیسي. حکومتي چارواکو په دې اړه نور جزیات نه دي خپاره کړي.
































