په هرات کې یوې مېرمنې له بوټو د درملو د تولید مرکز جوړ کړی او لسګونه نورو کسانو ته یې د کار زمینه برابره کړې ده. دا مهال دغه مېرمنې د هر ډول بوټو د درملو په تولید، پروسس او بسته بندۍ بوختې دي. د درملو د تولید د دغه مرکز لپاره د هرات او له ګاونډیو ولایتونو له بېلابېلو سیمو څخه بوټي راټولوي. د دغه مرکز مسووله وايي، چې د بېلابېلو درملو د تولید پروسس او بسته بندۍ تر څنګ د بوټو د پالنې په برخه کې ښوونیز سمینارونه هم جوړوي. که څه هم له وروستیو بدلونونو زیات شمېر ښځو خپلې دندې له لاسه ورکړي، خو د اقتصاد پوهانو په وینا که ښځې اقتصادي فعالیتونه پيل کړي، د خپلو کورنیو اقتصادي ستونزو په حل کې مرسته کولی شي.
































