په بدخشان کې د لوېدلې روسۍ الوتکې ژغورل شوي پیلوټ د عامو افغانانو ستاینه وکړه چې له دوی سره یې مرسته کړې ده. دیمیتري بلیکوف په مسکو کې یوې غونډې ته ویلي، “تاسو ښایي د افغانانو په خوی بلد یاست چې دوی مرستې ته راغلل او له موږ سره یې همکاري وکړه.” پیلوټ بلیکوف ویلي چې د یخې هوا له کبله ماشین ته د تېلو په لېږدېدو کې ستونزه پيدا شوه چې له امله یې الوتکې سقوط وکړ.
































