د رسنیو د راپورونو له مخې وروسته له دې چې کرونا وبا په ایران کې خپره شوه نو د ایرانیانو ترڅنګ یې هغه بهرنیان هم سخت وځپل چې په ایران کې مېشت دي. رسنۍ وایي ایرانی حکومت لا هم نه دی حاضر چې د مړو شوو بهرنیانو شمېرې له رسنیو سره شریکې کړي او یا یې په اړه معلومات خپاره کړي. د شمېرو له مخې تر دوه زره پورې بهرني اتباع په ایران کې د کرونا له امله په مړو شوو کې شامل دي، چې ویل کېږي لوړه شمېره یې افغانان دي. تر دې وړاندې افغان حکومت هم نیوکه کړې وه چې ایران په دغه هېواد کې په کرونا د اخته افغانانو په اړه معلومات نه ورسره شریکوي.
































