په اروزګان ولایت کې یو شمېر مېشت کوچیان وايي، روغتیايي مرکزونو ته له نه لاسرسي سربېره له ګڼو نورو ستونزو سره مخ دي. دوی وايي د ژمي په روان موسم کې د سړې هوا له امله یې ماشومان پر بېلابېلو ناروغیو اخته شوي، خو دوی یې د درملنې وس نه لري. د اروزګان سیمییز مسوولین بیا د مرستندویه بنسټونو په همکارۍ په دغه ولایت کې له مېشتو کوچیانو سره د اړینو مرستو له ترسره کولو ډاډ ورکوي. د اروزګان د سیمییزو مسوولینو د معلوماتو له مخې دامهال د دغه ولایت په بېلابېلو سیمو کې د کوچیانو شاوخوا څلور زره کورنۍ مېشتې دي.
































