د بامیانو د کلیو بیا رغونې او پراختیا ریاست مسوولین وايي، چې په یاد ولایت کې ۲ پرمختیايي پروژې ګټې اخیستنې ته سپارل شوي چې پرمټ یې څه باندې ۴۰۰ کورنیو ته د څښاک اوبه برابرې شوې دي. د بامیانو د کلیو بیا رغونې او پراختیا رییس وویل، چې د یاد ولایت د نمبر۱ یکاولنګ ولسوالۍ په کته خانه کلي کې د مهاجرینو په چارو کې د ملګرو ملتو سازمان د کمیسارۍ په مالي ملاتړ د ۷ میلیونه ۸ زره افغانیو په لګښت د څښاک اوبو رسولو یوه شبکه جوړه چې پرمت یې څه باندې ۴۰۰ کورنیو ته د څښاک اوبه برابرې شوې دي. سرچینې زیاته کړه چې د یادې ولسوالۍ په مرکز کې د ۵ میلیونه ۹۸۶ زره افغانیو په لګښت یو روزنیزمرکز جوړ شوی چې پرمټ یې ۸۰۰ تنو ته د زده کړو زمینه برابره شوې ده.
































