امریکا ترکیې ته د ۲۳ میلیاردو ډالرو ارزښت ۴۰ نوې ایف-۱۶ ډوله جنګي الوتکو ورکول تایید کړي دي. د امریکا بهرنیو چارو وزارت د دې هېواد کانګرس ته ویلي، چې یونان ته یې هم د اته اعشاریه شپږ میلیاردو په ارزښت د ۴۰ ایف-۳۵ الوتکو ورکولو هوکړه تایید کړې ده. د یادونې ده، چې ترکیې تر یوه کال زیاته موده په ناټو سازمان کې د سویډن غړیتوب تائید وځنډاوه، چې له کبله یې په سازمان کې دننه اندېښنې راپورته شوې وې. ترکیې په ۲۰۲۱ کال کې د دې جیټ الوتکو غوښتنه کړې وه، خو په ناټو کې د سویډن شمولیت تائید ځنډول په دې لړ کې یو لوی خنډ بلل کېده.
































