هېوادوال په شته انټرنیټي خدمتونو نیوکه کوي او وايي، د انټرنېت بيې لوړې او کیفیت یې خورا ټیټ دی. دوی له مسوولینو غواړي، چې د غه ستونزې ته جدي پاملرنه وکړي. ورته مهال د اترا اداره وايي، چې د پخوا په پرتله د انټرنېټ بيې راټیټې شوي او زیاتوي، چې په هېواد کې د نوري فایبر د غځولو لړۍ په چټکۍ سره روانه ده، چې ورسره به د انټرنېټ کیفیت هم لوړ شي. دا په داسې حال کې ده چې څو ورځې وړاندې د سرپرست حکومت سیاسي مرستیال د اترا ادارې له مسوولینو سره په لیدنه کې د مخابراتي خدمتونو پر ښه والي او د بیو پر ټیټوالي ټینګار کړی وو.
































