د ملګرو ملتونو د ماشومانو د ملاتړ صندوق یا یونیسف ویلي، چې په افغانستان کې ۹.۵ میلیونه تنه په هغو سیمو کې ژوند کوي چې روغتیایي خدماتو ته لاسرسی نه لري. یونیسف پر خپله ټویټر پاڼه لیکلي، چې د دغه بنسټ شریکان هر ماشوم، ښځې او کورنۍ ته د لومړنیو او فرعي روغتیایي خدماتو رسولو ته ژمن دي.
































