د سپینې ماڼۍ ارشدو سلاکارانو له رسنیو سره په خبرو کې ویلي چې د کرونا پراختیا نوي پړاو ته د ننه شوې ده او له دې وروسته د امریکا هېڅ ځای هم له دې ویروس خوندي نه دی. د دوی په خبره اوس کرونا د امریکا په کلیو او بانډو کې په خپرېدو ده نو ځکه یې خطر څو برابره زیات دی. سرچینه وایي چې په کلیو کې روغتیایي خدمات کم دي او خلک اړینو توکو ته لاسرسی نه لري نو ځکه ښایي د کرونا وبا له امله یو بل ناورین رامنځ ته شي. سپينې ماڼۍ ویلي چې دوی به تر خپلې وسې ددغه پدیدې پر وړاندې مبارزه وکړي. تر دې وړاندې هم امریکایي رسنیو خبرداری ورکړی چې امریکا له جدي خطرونو او د سقوط له ګواښ سره مخ ده.
































