امریکایي وګړي په ډوډۍ پیدا کولو پسې سرګردان دي. امریکایي سناتور برني سندرز په تازه ټوېټ پیغامونو کې ویلي د امریکا اوسنۍ اداره بې کفایته ده او امریکایي استازي هم د خپل ولس حالت نه ویني. دده په خبره د کرونا له امله همدا اوس د امریکا اقتصاد له ځوړ سره مخ دی او امریکایي وګړي په ډوډۍ پسې سرګردانه ګرځي. هغه وايي ټول امریکایان د نظام د بې کفایتۍ له امله سختې شپې او ورځې تېروي خو حکومتي مشران د ستونزو د حل پر ځای پر رسنیزو کمپاینونو بوخت دي. نوموړي پر امریکایانو هم غږ کړی چې د ځان د ژغورنې لپاره منډې ترړې پیل کړي.
































