د احصایې او معلوماتو ملي ادارې د برېښنايي پېژندپاڼو د وېش لړۍ له پیل تر اوسه ۱۲ میلیونه او ۲۸۸ زرو کسانو ته برېښنايي پېژندپاڼې وېشلي چې ۷ میلیونه او ۱۰۸ زره یې نارینه او ۵ میلیونه او ۱۸۰ زره یې ښځینه دي. یادې ادارې ویلي چې د ټولو وېشل شویو برېښنايي پېژندپاڼو له ډلې یوازې د سرپرست حکومت له حاکمیت تر اوسه په ټول هېواد کې ۶ میلیونه او نږدې ۲۰۰ زره برېښنايي پېژندپاڼې وېشل شوې دي. د ولایتونو ترمنځ تر ټولو ډېرې، په کابل کې ۵ میلیونه او ۵۶۷ زره او ۵۲۴، په هرات کې څه باندې ۷۹۶ زره، ننګرهار کې ۶۴۵ زره او ۶۳۵، بلخ کې څه باندې ۵۰۸ زره او په کندهار کې ۳۴۳ زره برېښنايي پېژندپاڼې وېشل شوې دي.
































