د لوګر د کلیو بیارغونې او پراختیا ریاست مسوولین وایي، د ماشومانو لپاره د ملګروملتونو ملاتړې ادارې له لوري د ازرې ولسوالۍ په «منګل درې» سیمه کې د ۷ میلیونه افغانیو په ارزښت د یوې شبکې د جوړېدو چارې پیل شوې. د لوګر د کلیو بیارغونې او پراختیا ریاست مطبوعاتي مسوول صبغتالله نائبخېل ویلي، یاده شبکه د ملګروملتونو د ماشومانو ملاتړ صندوق یا له لوري د شپږو میاشتو په ترڅ کې جوړېږي چې له بشپړیدو سره به یې ۵۰۰ کورنۍ د څښاک پاکو اوبو څخه برخمنې شي. نوموړي زیاته کړه، یادې شبکې ته د څښاک پاکو اوبو دوه لوې ذخیرې، ۱۱زره متره پايپ غځول او دغهراز ۱۵۲ د اوبو نللیکې جوړول شامل دي.
































